افغانستان ته د قزاقستان د اوړو صادرات ۱۴ سلنه کم شوي

۵ ورځې مخکې

سږکال افغانستان له قزاقستان څخه د اوړو واردات شاوخوا ۱۴ سلنه کم کړي دي. د سپټمبر له میاشتې څخه تر می پورې، افغانستان ته له قزاقستان نه ټولټال ۸۸۳،۲ زره ټنه اوړه صادر شوي، چې دا د تیر کال د ورته مودې په پرتله ۱۴۳،۲ زره ټنه کمښت ښيي.

د قزاقستان د غلو د اتحادیې د تحلیل د څانګې مشر یوجیني کارابانوف د یکشنبې په ورځ وویل، چې د دې کمښت یو مهم لامل د ازبکستان له خوا د غنمو او اوړو په صادراتو کې زیاتېدونکې سیالي او په افغانستان کې په کور دننه د اوړو د تولید د ظرفیت لوړولو لپاره د غنمو پر واردولو تمرکز دی.

له دې سره، د قزاقستان پر صادراتو یو بل فشار د روسیې له لوري د اوړو د وارداتو زیاتوالی دی.

رپوټونه وايي، چې افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې له روسیې څخه د ۸۰ میلیون ډالرو په ارزښت اوړه اخیستي دي او اوس د دغه محصول تر ټولو لوی پېرودونکی ګڼل کېږي.

طالبانو هم له دې وړاندې اعلان کړی، چې له روسیې څخه د اوړو پر ځای غنم وارد کړي، څو د غنمو د کورني پروسس ظرفیتونه پراخ کړي.

د شنونکو په باور، د روسیې د اوړو وارداتو زیاتوالی او د افغانستان د کورني تولید د پراختیا هڅې دا امکان زیاتوي چې د قزاقستان د اوړو صادرات به لا هم کم شي.

نور خبرونه

رادیو