تازه خبر

ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی: متحده ایالات به نور د طالبانو کرکجن چلند ونه زغمي

۵ ورځې مخکې

د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د امریکا استازي وویل چې هغه به د نن ورځې د پریکړه لیک پر ضد رایه ورکړي او ویې ویل چې د طالبانو پر ښه نیت باور نه لري.

هغه وویل: "موږ د افغانستان د وضعیت له ښه والي پرته له طالبانو سره تعامل لرو، اصلا موږ په تعامل د دوی د ناکامۍ جایزه ور کړې."

هغه وویل: "د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې زموږ هدف دا دی چې افغانستان هیڅکله د ترهګرو ډلو لپاره مرکز نه شي.طالبان باید د ډېپلوماټیک یرغمل نیونې څخه لاس واخلي او د ګډو نړیوالو اهدافو د ترلاسه کولو مخه ونه نیسي.»

هغه وویل "د امریکا دریځ دا دی چې موږ نشو کولی د طالبانو ملاتړ ته دوام ورکړو."

د امریکا استازي وویل، چې متحده ایالات د طالبانو په ښه نیت ژوره شک لري او ټینګار کوي چې طالبان باید د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته درناوی وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې متحده ایالات به نور د طالبانو کرکجن چلند ونه زغمي.

نور خبرونه

رادیو