د طالبانو د ټولګټو وزارت: په تېرو دوو اونیو کې د رېل پټلۍ له لارې ۱۶۱ زره ټُنه واردات شوي

۵ ورځې مخکې

د طالبانو د ټولګټو وزارت مسوولین وايي، په تېرو دوو اونیو کې د روان کال د غبرګولي له ۳۰مې د چنګاښ تر ۱۲مې د ټولګټو وزارت د رېل پټلۍ له لارې ۱۶۴ زره او ۶۷۱ ټُنه انتقالات شوي دي.

په دې موده کې تر ټولو ډېر انتقالات د حیرتان بندر له لارې شوي دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو دوو اونیو کې د حیرتان بندر له لارې ۱۲۱ زره او ۶۵۵ ټُنه، د اقینې بندر له لارې ۱۲ زره او ۷۶۴ ټُنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۳۵۱۲ټُنه او د خواف –هرات له لارې ۱۶۷۴۰ ټُنه انتقالات شوي، چې ټولټال ۱۶۴۶۷۱ ټُنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد هېواد ته وارد او یا هم صادر شوي دي.

په دې انتقالاتو کې بیا یوازې ۲۹۶۰ ټُنه صادرات دي او هغه هم وچې میوې او د انارو جوس دي.

پر دې سره په تېر دوو اونیو کې د هېواد د وسپنې پټلیو له لارو یوازې نږدې ۳ زره ټُنه صادرات او څه باندې ۱۶۱ زره ټُنه بیا واردات شوي دي.

نور خبرونه

رادیو