تازه خبر

نصیر فایق: د افغان اړخونو ترمنځ د خبرو پروسې اسانه کولو لپاره دې استازی وټاکل شي

۵ ورځې مخکې

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق د دغه سازمان په عمومي غونډه کې وویل چې هېواد د طالبانو له واکمنۍ وروسته په ټولو برخو کې شاته پاتې دی.

هغه د ملګرو ملتونو له سرمنشي وغوښتل، چې د افغانستان لپاره یو استازی وټاکي څو د ټولو خواوو ترمنځ د خبرو پروسه اسانه کړي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي وویل: «موږ یو حساب ورکوونکي حکومت ته اړتیا لرو چې د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو هیلې منعکس کړي.»

هغه همدراز زیاته کړه، چې طالبان په هیڅ ډول د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي.

هغه وویل چې سرمنشي باید د افغانستان لپاره یو استازی وټاکي څو په هېواد کې د ټولو خواوو ترمنځ د خبرو اترو پروسه اسانه کړي.

ناصر احمد فایق وویل« چې طالبانو د افغانانو مشروع غوښتنې رد کړې دي.»

هغې دا هم وویل، چې په افغانستان کې تبعیض په بنسټیز ډول رامینځته شوی او امربالمعروف وزارت له خوا جوړ شوی قانون د پوهنتونونو تړلو او په ادارو کې د ښځو د کار کولو څخه منع کولو قوانین یې څرګندې بیلګې دي.

فایق له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو جبري شړلو ته هم اشاره وکړه او له ایران او پاکستان څخه یې وغوښتل چې دې مسالې ته پاملرنه وکړي.

هغه وویل: "داعش او القاعده د سیمه ییز او نړیوال امنیت لپاره مستقیم ګواښ دی." هغه ټینکار وکړ، چې د جهادي مدرسو زیاتوالي د بنسټ پالنې او د افراطیت خپرېدو سره مرسته کړې او افغانستان باید د ترهګرو ډلو لپاره خوندي ځای نه شي.

نور خبرونه

رادیو