تازه خبر

ملګرو ملتونو کې د چین استازی: افغانستان کې ترهګرې ډلې د ټولې سیمې لپاره ګواښناکې دي

۵ ورځې مخکې

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د غونډې پر مهال د چین استازي وویل، چې په افغانستان کې که څه هم عمومي وضعیت تر یو حده ښه شوی، خو لا هم د بشري حقونو، ښځو حقونو او ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخو کې جدي ستونزې شته. نوموړي وویل چې طالبانو سره باید ډیپلوماټیک ډیالوګ فعال وساتل شي،

د چین استازي ټینګار وکړ چې افغانستان کې بشري اړتیاوې باید له محدودیتونو پرته په پام کې ونیول شي.

چین د ملګرو ملتونو له لوري د دوحې پروسې د کاري ډلو د ناستو هرکلی وکړ او د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو په چوکاټ کې یې د افغانستان د بیا ادغام غوښتنه وکړه.

د چین استازي همداراز وویل چې د طالبانو له حکومت سره باید ډیپلوماټیک ډیالوګ فعال وساتل شي، څو د بشري حقونو وضعیت ښه شي او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه لا موثره شي.

نوموړي خبرداری ورکړ چې القاعده، داعش او نورې ترهګرې ډلې اوس هم په افغانستان کې فعالیت لري او نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې لپاره یو ګواښ بلل کېږي.

هغه وویل: « افغانستان باید د ترهګرو ډلو په خوندي پناه‌ځای بدل نه شي».

نور خبرونه

رادیو