تازه خبر

د اروپايي اتحادیې استازی: باید اجازه ورنه کړو چې افغانستان د ترهګرو پټنځای شي

۵ ورځې مخکې

د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې په ځانګړي غونډه کې د اروپايي اتحادیې استازي د افغانستان وضعیت "ډېر اندېښمنوونکی او له ننګونو ډک" وباله او ټینګار یې وکړ چې نړیواله ټولنه باید اجازه ورنه کړي چې افغانستان بیا د ترهګرو پټنځای وګرځي.

نوموړي وویل، د طالبانو د "امر بالمعروف" قانون د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو اساسي حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

هغه دا هم زیاته کړه چې وضعیت د ښځو پر وړاندې د سیستماتیکو محدودیتونو له امله د جنسیتي ظلم یوه بېلګه بلل کېدای شي.

د اروپايي اتحادیې استازي څرګنده کړه: « موږ باید پرې نه ږدو چې افغانستان د ترهګرۍ په پټنځای او د بې‌مدیریته کډوالۍ په سرچینه بدل شي».

هغه له طالبانو وغوښتل چې د ټول ملت، نه یوازې د یوې ډلې، غوښتنو، حقونو او عزت ته درناوی وکړي او د نړیوالو اصولو پر بنسټ خپل مسوولیتونه ومني.

نور خبرونه

رادیو