فضلي: د افغانستان د اوږد کړاو اصلي لامل د مشرتابه او مشروع سیاسي پروسې نشتوالی دی

۵ ورځې مخکې

د افغانستان د پخواني نظام د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وایي، چې د افغانستان د پرله‌پسې کړکېچونو او سیاسي بې‌ثباتۍ تر شا اساسي ستونزه بهرنۍ مداخله او یا قومي شخړې نه، بلکې د مشروع سیاسي پروسې او رهبرۍ نشتوالی دی.

هغه پر اېکس خواله رسنۍ په یوه لیکنه کې ټینګار کوي، چې د نیمې پېړۍ راهیسې شخصیت‌محوره سیاست په تکراري ډول ناکام شوی او باید د ملت پر بنسټ د سازماني سیاسي بدیل پر لور تګ وشي.

ډاکټر فضلي په خپله لیکنه کې د هغو خلکو په عامو تمو نیوکه کوي چې د «یوه بااخلاصه او موثر رهبر» د ناڅاپي ظهور په تمه دي.

هغه وایي، چې دا ډول تمې نه یوازې غېرواقعي دي، بلکې د ولسي سیاسي خوځښتونو مخه نیسي او له خلکو د سیاسي مشارکت حس اخلي.

هغه زیاتوي: «هېڅ‌چېرته په نړۍ کې یوه افسانوي رهبر په ناڅاپي ډول نه دی راټوکېدلی. تاریخ او سیاست د پروسو پایله ده، نه د معجزو.»

هغه زیاتوي، چې دا ډول تمې او مفکورې په لوی لاس استعمار تولید کړې دي، څو د ولسونو له‌خوا د ملي حرکتونو پر ځای، د یوه ژغورونکي د تمې له لارې ټولنه کنټرول کړي.

نوموړي لیکلي: « په مستعمره ټولنو کې تل دا تفکر ترویج شوی چې د بحرانونو حل د یوه خارق‌العاده رهبر په ظهور پورې تړلی دی. دا هغه دام دی چې ملتونه پکې کلونه بند پاتې شوي دي.»

ښاغلي فضلي ویلي، چې د افغانستان د تیرو څو لسیزو سیاسي جوړښتونه اکثر د بهرنیو ملاتړ پر بنسټ درېدلي وو، او هغه شخصیتونه چې د سیاسي مبارزې له طبیعي پروسې نه، بلکې له بهرني تمویل راټوکېدلي، د دوامداره مشروعیت خاوندان نشول کېدای.

ډاکټر فضلي زیاتوي: « تېرو لسیزو کې د همدغه فورمول په اساس راټوکول شوي شخصیتونه که د فردي ظرفیت له‌مخې هرڅومره وړ کسان هم وو،خو د سیاسي ملي مبارزې له تل څخه په طبیعي ډول نه وو راوتلي. د دوی سیاسي شخصیت د کوم ولسي سیاسي بهیر نتیجه نه وه، نه د کوم مشروع ولسي سیاسي بنسټ له فېلټره تېر شوي و، دوی غوڅ اکثریت په محاسبه شوې سیاسي ولسي مبارزې باور نه درلود او نه یې اوس لري.»

ډاکټر فضلي باور لري چې اوس وخت رارسېدلی چې افغانان له بهرنۍ پروژه محوره سیاسي رهبرۍ سره خپل حساب تصفیه کړي. دی وړاندیز کوي چې ټول هغه بنسټونه او ناستې چې د بهرنیو تمویل پر بنسټ د مصنوعي رهبرۍ د ترویج هڅه کوي، ورڅخه بایکاټ وشي، او تمرکز دې یوازې پر ملي، ولسي او اوږدمهاله سیاسي بنسټونو وشي.

د افغانستان د چارو ادارې پخوانی مشر د لیکنې په پای کې وایي، د افغانستان د تېره نیمه پیړۍ سیاسي ژوند خونړۍ، دردوونکې او له ناورین ډکې تجربې دا درس راکوي چې د افغانستان د دوامداره بې ثباتۍ اساسي لامل د سیاسي رهبرۍ تشه ده، خو دا تشه د فرد محوره سیاسي رهبرۍ په اساس خیالي او افسانوي افرادو نه؛ بلکې د ولس په منځ کې د بېلابېلو ایډیولوژیو پرمحوریت د دوامداره او ملي سیاسي پروسې له‌لارې د سیاسي سازمانونو د سنجیدګۍ او پخته‌ګۍ په نتیجه کې رامېنځ ته شوی سیاسي قشر ډکولی شي. نو تاریخ حکم کوي چې د شخصیت‌محوره سیاست دوره باید ختمه شي. اوس د دې وخت دی چې د یو ملي، بومي، او سازماني سیاسي تداوم لپاره عملي او بنسټیز جمعي ګام واخېستل شي.

نور خبرونه

رادیو