په هند کې د افغان کډوالو مېرمنو لاریون چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دفتر مخې ته پیل شوی، نن شپږمې ورځې ته وغځېد.
دغه مېرمنې د سختې ګرمۍ او ناوړه وضعیت سره هره ورځ سړک ته راوځي او وایي، چې نړۍوالې ادارې دې د دوی ړنګ ژوند ته پام وکړي.
لاریونوالې چې ډېری یې له افغانستان څخه د سیاسي ناامنۍ، د جنسیتي تبعیض او اقتصادي ستونزو له امله وتلې دي، وایي چې د کډوالۍ په اوږدو کې له سختو شرایطو، بېقانونۍ او بېبرخې وضعیت سره مخ دي.
دوی له نړۍوالو بشري بنسټونو او ملګرو ملتونو غواړي، چې دوی ته حقوقي ملاتړ، سرپناه، تعلیم او روغتیا ته لاسرسی برابر کړي.
د دغه مېرمنو په وینا، له څو میاشتو راهیسې یې له «یو اېن ایچ سي ار» سره خپل غوښتنلیکونه ثبت کړي، خو د اسنادو، کډوالۍ منظوري یا له درملنې او زدهکړې برخمنېدو لپاره هېڅ عملي ګام نه دی پورته شوی.
د دوی په وینا، دا بیپروایي د دوی پر رواني وضعیت هم ژوره منفي اغېزه کړې ده.
دوی له نړۍوالې ټولنې، د بشري حقونو له بنسټونو، د هند دولت او د ملګرو ملتونو له مشرتابه غواړي، چې ژر تر ژره د افغان کډوالو وضعیت وارزوي، د دوی لپاره واضیح میکانیزمونه جوړ کړي او د ښځو او ماشومانو لپاره ځانګړې مرستې او پروګرامونه پلي کړي.