په بلخ کې د طالبانو د والي دفتر ویلي، چې په لومړي ځل یې په دغه ولایت کې تولیدیدونکي منیځونکي توکي لندن ته صادر کړل. د دغو مینځونکو توکو ارزښت ۳۰ میلیونه امریکايي ډالر ښودل شوی دی.
د یاد دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په بلخ د یوې خصوصي فابریکې له لوري تولیدیدونکي ۲۱ ټنه مینځونکي توکي یې لندن ته صادر کړل او تر راتلونکو پنځو کلونو به د دغو توکو صادرات دوام ولري.
د دغو مینځونکو توکو ارزښت ۳۰ مېلیون امریکايي ډالر ښودل شوی دی.
د ځايي طالب سرچینو د معلوماتو له مخې، یاد مینځونکي توکي تردې وړاندې ازبکستان ته هم صادریدل.