طالبان وایي، تېره اونۍ یې د ښځو اړوند «۲۷قضیې»‌ حل کړي

۶ ورځې مخکې

د‌ طالبانو د امربالمعروف او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی چې تېره اونۍ یې د ښځو د «شرعي حقونو» اړوند ۲۷بېلابېل قضیې حل کړي دي. د دغه وزارت ویاند سېف الاسلام خېبر وایي چې په دغو قضیو کې ډېره برخه یې د زور زیاتي او جبري نکاح اړوند دي.

نوموړي د شنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۴مه) پر اېکس پاڼه لیکلي چې دوی د زور زیاتي اړوند ۱۲، د ښځو د میراث ۷، د جبري نکاح ۴ او همدا راز د مهر نه ورکړې څلور قضیو ته هم رسېدنه شوې ده. طالبان داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د همدې ډلې مشر ملا هبت الله پر ښځو سخت بندیزونه او محدودیتونه لګولي دي.

د طالبانو د بندیزونو له مخې ښځې له کار، زده کړو، سفر او د ژوند په بېلابېلو برخو کې له سختو محدودیتونو سره مخ شوې دي.

نور خبرونه

رادیو