کورنی تاوتریخوالی؛ کندهار کې یوې ۲۹ کلنې ښځې ځان زندۍ کړی

۶ ورځې مخکې

له کندهار نه ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي چې په دغه ولایت کې یوې ښځې ځان زندۍ کړی او په دې سره یې خپل ژوند پای ته رسولی دی. سرچینې د دې پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی بولي.

سرچینو یک‌شنبه د (چنګاښ ۱۵مه) زیاته کړې چې دا ښځه شاوخوا ۲۹ کلنه وه او د خپل خاوند له دویمې مېرمنې سره یې په ګډ ژوند کې ستونزه لرله. د دې ښځې خاوند هم د خپلې مېرمنې ځان‌وژنه او د پېښې لامل منلی، خو ځايي طالب چارواکو بیا تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

یاده پېښه د کندهار ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې شوې ده. سرچینې د دې ښځې د هویت په تړاو نور معلومات نه دي ورکړي.

پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، د هېواد په ګوټ-ګوټ کې د ځان‌‌وژنې پېښې ډېرې شوي چې تر ډېره اقتصادي ستونزې، رواني فشارونه او کورنی تاوتریخوالی یې ستر لاملونه بلل کېږي.

د افغانستان انټرنشنل-پښتو د معلوماتو پر بنسټ، د تېرو څو ورڅو په ترڅ کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځان‌وژنې ۹ پېښې ثبت شوې دي. د دې پېښو تر ټولو ډېر قربانیان ځوانان دي.

همدا د تېرې اوونۍ په منځ کې له خوست نه سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته خبر ورکړی و چې د دغه ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند په « پیرمیلي» کلي کې یوه ځوان «ځان‌وژنه» کړې ده.

نور خبرونه

رادیو