د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اقتصادي همکاریو سازمان ۱۷مه سرمشریزه کې ویلي، چې د افغانستان د خلکو د امنیت، سولې او پرمختګ لپاره ملاتړ اړین دی
نوموړي له ګډونوالو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره دې ګډ ګامونه پورته کړي.
اردوغان د جمعې په ورځ د اذربایجان په خان کندي ښار کې د اقتصادي سازمان ۱۷مې سرمشریزې ته د وینا پرمهال د اسراییل له خوا د تهاجمي سیاستونو پلي کولو ته هم غبرګون ښودلی او وايي، چې دا ډول سیاستونه د سیمي سوله او ثبات ګواښي.
اردوغان ویلي:« موږ نه د فلسطین له موضوع پر شا کېدای شو او نه هم د نتنېاهو د حکومت په وړاندې چوپ پاتې کېدای شو چې زموږ سیمه د وینو په سمندر بدلوي.»
د اقتصادي همکاریو سازمان ۱۷مه غونډه تېره ورځ د ترکیې، اذربایجان، ایران ازبکستان، قرغزستان، تاجکستان او پاکستان د مشرانو په شتون کې د اذربایجان په خان کندي ښار کې ترسره شوه.
دغه غونډې ته د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر هم وربلل شوی و.