تازه خبر

جرمني د روسیې د ګواښ پر وړاندې د دفاع لپاره لوی پوځي پلان جوړوي

۷ ساعتونه مخکې

جرمني د ناټو د ځواک د پراختیا په چوکاټ کې د زرګونو جنګي وسایطو د پېرلو لپاره د ۲۵ میلیاردو یورو په ارزښت د دفاعي تجهیزاتو لوی پلان جوړوي.

دا خبر بلومبرګ د یوې سرچینې په حواله ورکړی چې د دې پروژې پر جزییاتوخبر دی.

په پلان کې ده چې تر ۲۵۰۰ پورې د(جي ټي کی)بوکسر زغره‌دار وسایط او تر ۱۰۰۰ پورې د لیوپارد ۲ جنګي ټانکونه واخستل شي. د دې ټانکونو یو شمېر لا دمخه اوکراین ته ورکړل شوي او هلته په جګړه کې ازمویل شوي دي.

د دفاع وزیر بورېس پیستوريوس او لوړپوړي چارواکي د دې پلان ارزونه کوي او تمه ده چې د کال تر پایه به پارلمان ته د تصویب لپاره وړاندې شي. دغه ګام د ناټو او واشنګټن له فشار وروسته اخیستل کېږي ترڅو جرمني د دفاع لپاره خپلې ژمنې چې تر ۲۰۳۵ کال پورې د ناخالص داخلي تولید لږ تر لږه ۵٪ ته رسول دي، پوره کړي.

نور خبرونه

رادیو