له ایرانه په بې ساري ډول د افغان کډوالو د ډله ییزې اېستنې په تړاو د غبرګونونو په دوام، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ایران څخه د افغان کډوالو د جبري اېستنې په تړاو ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د اعلامیې له مخې، دغه اقدام په داسې حال کې دی چې افغانستان له ژور بشري، سیاسي او امنیتي ناورین سره مخ دی او همداراز د ایران دغه چاره د افغان کډوالو او د هغوی د کورنیو د کرامت او بشري حقونو خلاف دی.
په دغې اعلامیې کې د ایران له دولته غوښتل شوي، چې له دې هېواده د افغان کډوالو جبري اېستنه باید د انساني کرامت د اصولو، د اسلامي ارزښتونو، د ګاونډيتوب او نړۍوالو حقوقو په پام کې نیولو سره ترسره شي او همداراز په یاده اعلامیه کې ویل شوي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې انساني او عادلانه چلند په سیمه کې د انساني او امنیتي بحران د رامنځته کېدو په برخه کې مهم رول لري.
اعلامیه کاږي: »د افغان کډوالو د اېستنې په برخه کې د ایران د چارواکو پرېکړې باید مسوولانه وي او د تېر نظام د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډون د هغو کسانو پر اېستنې چې د بېرته ستنېدنې پر مهال له جدي ګواښ، مجازاتو او غچ اخیستنې سره مخ دي، بیا کتنه وشي.»
له دې سره سم، د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت یوه مرستیال تمیم عاصي هم پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې له کلونو راهیسې افغانان په ایران کې له سپکاویو ډک چلند او وهلو ډبولو سره مخ دي او دا په ایران کې د سلګونه زره افغان کډوالو د ژوند تجربه ده.
تمیم عاصي په ډاګه ویلي: «افغانان د اسراییل او نتنیاهو له کثافت کاریو سره هېڅ تړاو نه لري. له فلسطینیانو سره د اسراییل او له افغانانو سره د ایران په چلند کې هېڅ توپیر نشته.»
د ویلو ده، چې ایران له دومره غبرګونونو سره-سره لا هم په ډله ییزه او جبري توګه د افغان کډوالو د اېستنې په تړاو په خپلې پرېکړې څه بدلون نه دی راوستی.