د روسیې دولتي خبري اژانس «ټاس» راپور ورکړی، داسې اسناد یې ترلاسه کړي چې ښيي د مسکو په کروکوس سیمه کې پر یو کنسرت د تېر کال برید پر مهال د پېښې عاملین په افغانستان او ترکیه کې روزل شوي وو.
د راپور له مخې؛ د داعش له دغو څلورو بریدګرو څخه یو ته یې په افغانستان کې د «ترهګریزو بریدونو» ترسراوي روزنه ورکړل شوې وه.
د ټاس خبري اژانس د موندنو له مخې؛ د کروکوس تالار د برید اصلي تورن کسان د ۲۰۲۳ کال د جون له میاشتې تر ۲۰۲۴ کال د مارچ تر میاشتې پورې د دغه برید ترسراوي لپاره په ترکیې کې روزنه لیدلې وه.
۳۲کلن دلبرجان میرزایف، ۲۶کلن فریدون شمس الدین، ۱۹کلن محمد صابر فیضاف او دېرش کلن مرادعلي رجب علي زاده په ګډون ټول بریدګر د تاجکستان اوسېدونکي وو.
راپور زیاتوي، له دوی څخه مرادعلي رجبعليزاده د مسکو برید نه مخکې د خپل مشر په لارښوونه د ترهګریزو بریدونو د زدهکړې لپاره د جعلي اسنادو په وسیله د پاکستان له لارې افغانستان ته تللی و.
سره له دې چې طالب چارواکي ادعا کوي، چې دوی داعش ډلې ته په افغانستان کې سخته ماتې ورکړې؛ خو د دې ډلې د خراسان څانګې بریدونه بیا لا تر اوسه دوام لري.
ټاس لیکلي، چې بریدګرو ته په ترکیه کې ورکړل شوې روزنه، د وسلو سره عملي تمرین، رواني چمتووالی، د ترهګریزو بریدونو د میتودونو مطالعه، د بېلابېلو وسلو او چاودېدونکو توکو د کارولو قوانین او د زهري موادو پېژندنه رانغاړله.
په راپور کې راغلي، چې د کروکوس تالار د بریدکوونکو روزنه او چمتووالی د دې برید د اصلي طراح یوه مهمه برخه وه.
د روسیې د پلټنو کمېټې یوه لوړپوړي چارواکي سوتلانا پترنکو د روان ۲۰۲۵ کال په مارچ میاشت کې ویلي و، چې د یوه «نامسوول» هېواد استخباراتي ادارو دا برید تنظیم کړی او پلان کړی و؛ خو د یاد هېواد نوم یې نه و اخیستی.
ټاس زیاتوي، هغه اسناد چې دوی ترلاسه کړي؛ د مسکو د کنسرت تالار د ۹۵ قربانیانو مدافع وکیل اېګور ترونوف یې اصالت تایید کړی دی.
دا برید د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۲۲مه نېټه د مسکو په کروکوس تالار کې وشو. بریدګر د یوه کنسرت تر پیل وړاندې تالار ته ننوتل، پر ګډونوالو یې ډزې وکړې، وروسته یې ودانۍ ته اور واچاوه او بیا وتښتېدل.
په دې برید کې لږ تر لږه ۱۴۵ کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول. د داعش خراسان څانګې د دې خونړي برید مسولیت پر غاړه واخیست.
دا برید د یادې ترهګرې ډلې له لوري په سیمه کې یو له تر ټولو خونړیو بریدونو څخه بلل شوی دی.