د افغان ایواک په نوم امریکا ته د افغانانو د لېږد یوه بنسټ مشر شان ون ډایور تازه پر خپل اېکس لیکلي چې امریکا څه باندې ۱۵۰۰ افغان جګړه ییز متحدان د قطر په دوحه کې په یوه کمپ کې له ۱۶۴ورځو راهیسې بند ساتلي دي.
نوموړي ادعا کړې چې « ولسمشر ټرمپ او د بهرنیو چارو وزیر روبیو زموږ له ۱۵۰۰ زیات افغان جنګي متحدین او د هغوی کورنۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې په هغه کمپ کې، چې د مدیریت چارې یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر غاړه دي، له ۱۶۴ ورځو راهیسې بند ساتلي دي».
هغه همدا راز سپارښتنه کړې چې دغه کسان باید په خوندي ډول امریکا ته ولیږدول شي او تود هرکلی ترې وشي.
واک ته له بیا رسېدو سره سم ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجرایوي فرمان په ورکولو سره امریکا ته د ورتلونکو افغانانو د تګ چارې د دریو میاشتو لپاره وځنډولې خو د شاوخوا پنځو میاشتو په تېرېدو لاهم دغه لړۍ بېرته نه ده پیل شوې.