نی: افغان خبریالان د رسنیو په تاریخ کې تر ټولو سخت وضعیت تجربه کوي

۸ ساعتونه مخکې

په جلا وطنۍ کې د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې (نی) د سیاسي خپرونو په تړاو د طالبانو د تازه لارښود په غبرګون کې ویلي، چې طالبان ورځ تر بلې خپله اصلي څېره نړۍ ته بربنډوي. د طالبانو کلتور وزارت له رسنیو غوښتي چې سیاسي خپرونې له خپرېدو وړاندې دوی ته ور کړي او شنونکي ثبت شي.

یادې ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نوي لارښود ته، چې د دې ډلې له اجازې پرته سیاسي خپرونې نه شي خپرولای، غبرګون ښودلی.

د نی په اعلامیه کې ویل شوي، چې « څلور کاله مخکې افغانستان د سیمي په کچه د بیان ازادۍ له پلوه یو له غوره هېوادونو ګڼل کېده، خو اوس دا ارزښت نږدې له منځه تللی او خبریالان د رسنیو په تاریخ کې تر ټولو سخت وضعیت تجربه کوي.»

د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت له لوري رسنیو ته په یوه څلور مخیز لارښود کې په رسمي توګه امر شوی، چې د یادې ډلې پر پالیسۍ نیوکې ونه کړي.

د دغه لارښود له مخې، ټولې رسنۍ اړې دي چې د سیاسي او ټولنیزو خپرونو د ثبتولو لپاره د دغې ډلې له یاد وزارت څخه رسمي اجازه‌لیک واخلي.

همداراز رسنۍ مکلفې شوې دي، چې خپلې سیاسي خپرونې تر خپرېدو دمخه د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ته وسپاري او یوازې د اړوند چارواکو له تایید وروسته یې خپرې کړي.

په دې سند کې روښانه شوې، چې د رسنیو شنونکي هم یوازې هغه مهال کولای شي د بحثونو یا خبري خپرونو برخه شي چې له وزارت څخه یې د «چارو شنونکي» ځانګړې پېژندپاڼه یا کارت ترلاسه کړی وي.

پر همدغه مهال په کابل کې د یوې خصوصي رسنۍ د سیاسي خپرونو چمتو کوونکي د نوم نه ښودلو په شرط افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د استخباراتو، امر بالمعروف او اطلاعات او کلتور وزارت د استازو له اجازې پرته هیڅ سیاسي او تحلیلي بحث نه شي خپرولای.

هغه زیاته کړه، «له ډیره وخته همدا موضوع جریان لري، ان د بحث په منځ کې طالبان خبر شوي دي، له خپرېدو وړاندې یې د بحث موضوع تغیر کړې ده. کیدای شي زموږ دفتر کې ځینې کسان له طالبانو سره اړیکه کې وي. ځینې موضوعات دوی راکوي او وايي، چې د دې بحث لپاره دا دا کسان راوغواړئ.»

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې ویلي، چې د طالبانو له خوا پر رسنیو د دوامداره فشارونو او اقتصادي ستونزو له امله ۳۷۰ رسنۍ تړل شوې او پاتې رسنۍ د ازادۍ له ارادې بې برخې او د طالبانو تبلیغات خپروي.

نور خبرونه

رادیو