د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي ويلي، چې د هند سره د جګړې پر مهال له پاکستان سره “غیبي مرسته” شوې ده. هغه د هند په بریدونو کې د ۱۱ پاکستاني الوتکو ژغورل کېدل او د هند د تېلو پر یوه زېرمه له تخنیکي ستونزې سره مخ یوه پاکستاني توغندي لګېدل غیبي مرسته ګڼلې ده.
نوموړي دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې له یو شمېر دیني عالمانو سره د خبرو پر مهال کړې دي.
هغه وویل: «هند چې کله برید وکړ، موږ ته غیبي مرسته راورسېده. هند زموږ پر یوې اډې ۱۱ توغندي وویشتل، هلته زموږ ۹ یا ۱۱ الوتکې ولاړې وې، خو ټول توغندي له اډې بهر ولګیدل او زموږ هېڅ الوتکې ته زیان ونه رسېد.»
محسن نقوي زیاته کړه: «موږ نه غوښتل چې د هند پر ملکي وګړو برید وکړو، خو کله چې پاکستان د هند پر لور توغندي وویشتل، په یوه توغندي کې تخنیکي ستونزه پېښه شوه او موږ اندېښمن شوو چې دا به د خلکو پر کورونو ولویږي، خو د الله مرسته راورسیده او همغه توغندی د هند د تېلو پر ستره زېرمه ولګید. دا دوه بېلګې د غیبي مرستې څرګند ثبوتونه دي.»