د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت ویلي، چې د لومړي ځل لپاره یې د ننګرهار د همېشهبهار سب سټېشن د پیاوړتیا لپاره د ۳۰ مېګاواټه په ظرفیت خازني بانک (Capacitor Bank) د نصبولو چارې رسماً پیل شوې. دغه پروژه ۶۵ میلیونه افغانۍ ارزښت لري.
د ننګرهار د برېښنا رییس مولوي انور شاه د پروژې د پرانېست غونډې پر مهال وویل چې دوی ژمن دي چې په ننګرهار کې د برېښنا شته ستونزې حل کړي.
د یادې پروژې پرانیستې پر مهال د برېښنا شرکت د برنامو رياست د تطبيق مرستيال دوکتور عبدالقاهر عابد وویل، چې د وارداتي ۵۰۰ کېلوولټه برېښنا لېږد مزي پروژې چارو په بشپړېدو سره به، په هېواد کې د برېښنا انرژۍ کچه زیاته شي او ګڼې ستونزې به ورسره حل شي.
له دې وړاندې د برېښنا شرکت د شیخ مصري صنعتي پارک لپاره د ۴۰ مېګاواټو په ظرفیت او د لغمان ولایت لپاره د ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا تولید دستګاوو جوړولو پروژو چارې هم پرانېستې وي، خو د فابریکو څښتنان پر برېښنا شرکت تور لګوي، چې کافي برېښنا نه ور کوي.
د چنګاس په نهمه په کابل کې د اوسپنې ویلې کولو فابریکو یو شمېر مسوولانو افغانستان انټرنشنل ته شکایت وکړ، چې د طالبانو د افغانستان برېښنا شرکت رییس عبدالباري عمر د اوسپنو ویلي کولو پر فابریکو برېښنا کمه کړې ده.
په کابل کې د اوسپنې ویلې کولو او تولیدي فابریکو ځینو مشرانو وویل، چې عبدالباري عمر ورته ویلي چې دوی د برېښنا له کمښت سره مخ دي او نه شي کولی چې د اوسپنې ویلې کولو فابریکو ته ۱۷ ساعته برېښنا ورکړي او دا یې ۱۱ ساعتونو ته را کمه کړې ده.