پوتین: ایران د سوله‌ییز اټومي پروګرام د پراختیا قانوني حق لري

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۱

کرملین اعلان وکړ، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فرانسې له ولسمشر امانوېل مکرون سره په ټلیفوني خبرو کې ټینګار وکړ، چې ایران د سوله‌ییز اټومي پروګرام د پراختیا قانوني حق لري.

مکرون له پوتین څخه غوښتې، چې ژر تر ژره په اوکراین کې د اوربند موافقه وکړي.

فرانس ۲۴ خبرې اژانس په یوه خبر کې ویلي، چې دواړو ولسمشرانو د ۲۰۲۲ کال له سپټمبر راهيسي په لومړي ځل د سې شنبې په ورځ خبرې وکړې.

په خبر کې ویل شوي، چې په دې ۲ ساعته خبرو کې په اوکراین کې د اوربند پر موافقې، په ایران کې د جګړې او د سيمې او نړۍ د وضعت په اړه هر اړخيزې خبرې شوي.

د فرانس ۲۴ خبرې اژانس د فرانسې د ولسمشرۍ دفتر له قوله ویلي، مکرون ټينګار کړی چې ایران باید د ملګرو ملتونو د غېر پراختيايي تړون له شرایطو سره سم عمل وکړي او د نړۍوالې اټومی انرژۍ ادارې سره بشپړه همکاري وکړي.

مکرون هيله ښودلې، چې د اټومي انرژۍ، د ایران د توغندیو او په سيمه کې د هغه د رول د دايمي حل لارې په ډیپلوماتیک ډول پيدا او حل شي.

په راپور کې د کرملین له قوله زياته شوې: «پوتین مکرون ته وویل چې ایران د سوله‌ییز اټومي پروګرام د پراختیا حق لري.»

د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون له پوتین څخه په اوکراین کې د اوربند او د جګړې د پای ته رسولو لپاره د خبرو د پيل غوښتنه کړې.

په خبر کې راغلي، چې پوتین په دې خبرو کې لوېدیځ د اوکراین په جګړه کې ملامت بللي او وبلي یې دي، چې هر سوله‌ییز تړون باید «د اوږدې مودې لپاره» وي.

کرملین په یوې خبرپاڼه کې ويلي: «ولادیمیر پوتین مکرون ته یادونه وکړه چې د اوکراین شخړه د لوېدیځو هېوادونو د پالیسۍ مستقیمه پایله ده.»

پوتین زیاته کړه، چې لوېدیځو هېوادونو «د کلونو راهیسې د روسیې امنیتي ګټې له پامه غورځولي او په اوکراین کې یې د روسیې ضد یوه اډه جوړه کړې ده.»

نور خبرونه

رادیو