د اسراییل دفاع وزیر حوثیانو ته: که بریدونه دوام وکړي، د ایران برخلیک سره به مخ شئ

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۱

د اسراییل دفاع وزیر یسراییل کاټز د یمن حوثیانو ته خبرداری ورکړی، چې د اسراییل پر ضد د توغندیزو بریدونو په دوام سره به د ایران له برخلیک سره مخ شي.

د کاټز دغه خبرداری وروسته له هغې دی چې د یمن حوثیانو د سې شنبې په ماښام د اسراییل پر ضد له توغندیز بریده او د اسراییل پوځ بیا له یمن څخه د توغول شوي یوه بالسټیک توغندي له شنډولو خبر ورکړ.
د اسراییل د پوځ ویاند د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د اسراییل هوايي سپر له یمن څخه یو توغول شوی توغندی په هوا کې شنډ کړی او ورسره جوخت د خبرداري زنګ هم فعال شو.
د اسراییل دفاع وزیر پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «وروسته له هغه چې ایران مو په نښه کړ، په یمن کې به حوثیان هم په نشه شي. او په وینا یې هر لاس چې پر اسراییل پورته شي هغه به پرې کړي.
پر اسراییل د یمن له لوري د توغول شوي توغندي له شنډېدو وروسته په اسراییل کې د امریکا سفیر مایک هاکابي پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «موږ فکر کاوه چې پر اسراییل د توغندیزو بریدونو مساله پایته رسېدلې؛ خو حوثیان لا هم د اسراییل پر لوري توغندي توغوي.»
مایک هاکابي ویلی: «د دې وخت رارسېدلی چې د امریکا الوتکې د یمن فضا ته هم ورسېږي.»
نوموړی هغه الوتکې ښيي، چې تېره میاشت کې یې په ایران کې پر درېیو اټومي تاسیساتو بریدونه وکړل.
د ویلو ده، چې د یمن حوثیانو پر غزې د اسراییل له بریدونو وروسته له فلسطینیانو د ملاتړ په موخه پر اسراییل توغندیز بریدونه پیل کړي او همداراز یې په سرې بحیرې کې د اسراییل اړوند کښتۍ هم په نښه کوي.

نور خبرونه

رادیو