سپینې ماڼۍ د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې اوکراین ته یې د هوايي دفاع توغندیو په ګډون د ځینو وسلو لېږد ځنډولی دی.
د سپینې ماڼۍ مرستیالې ویاندې ویلي چې دا پرېکړه د دفاع وزارت له ارزونې وروسته شوې، څو د امریکا ملي ګټو ته لومړیتوب ورکړل شي.
هغې همداراز ټینګار وکړ چې « د امریکا پوځي ځواک لا هم نهردېدونکی دی، تاسې له ایران وپوښتئ».
پولیټیکو رپوټ ورکړی چې د وسلو ځنډېدلې جوپې زیاتره د هوايي دفاعي توغندیو او مهماتو دي.
دا اقدام په داسې حال کې شوی چې روسیې په وروستیو کې پر اوکراین هوایي بریدونه ډېر کړي دي.
تازه د روسیې بېپیلوټه الوتکو د اوکراین په شمال ختیز خارکیف ولایت کې یوه کلیواله سیمه په نښه کړې، چې له امله یې یو کس وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
د خارکیف د سیمهییز حکومت مشر اوله سینیهوبوف ویلي چې روسي ډرونونو پنځه بریدونه کړي او دوه کوچني مسافر وړونکي موټر او د کرنیزو محصولاتو یوه زېرمه یې په نښه کړې.