ملګري ملتونه: افغانستان کې کروندې او څاروي د وچکالۍ له ګواښ سره مخ دي

۲۳ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (اېف ای او) تازه معلومات ښیي چې د افغانستان شمال، شمال لوېدیځ او شمال ختیځو سیمو کې د وچکالۍ سختې څپې خپرې شوي. یاد سازمان وایي، د دغې څپو اغېزې ټول هېواد ته پراخېدونکې دي.

یاد سازمان د چهارشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۱مه) په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې: «توپانونو، پرلپسې ورښتونو او سېلابونو کروندګرو ته درانه زیانونه اړولي او زیات شمېر کرنیزې ځمکې یې خرابې کړې دي». همدا راز د څارویو مرګ ژوبله هم په چټکۍ سره ډېره شوې ده. د خوړو او کړنې نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې اغېزمن کسان بېړنیو نغدي مرستو ته اړتیا لري.

نور خبرونه

رادیو