ملګري ملتونه: یوشمېر نړۍوال شرکتونه له اسراییل سره د فلسطینیانو په نسل‌وژنه کې ښکېل دي

پرون

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرۍ په یوه تازه راپور کې ځینې نړۍوال شرکتونه تورن کړي، چې د اسراییلي پوځ له‌خوا د فلسطینیانو پر وړاندې په تاوتریخوالي او نسل‌وژنه کې په مستقیمه او یاهم نامستقیمه توګه ښکېل دي.

راپور کاږي، چې یاد شرکتونه د اسراییلي پوځ لپاره تخنیکي، لوژستیکي او مالي اسانتیاوې برابروي او دغه چاره د فلسطیني سیمو په نیونې، د کورونو په ویجاړولو او د فلسطینیانو د بې‌ځایه کولو له بهیر سره مرسته کوي.

په راپور کې دElbit Systems، HP، Caterpillar، Motorola Solutions، Airbnb، CAF RE/MAX، Expedia Group Booking.com شرکتونو نومونه راغلي دي.

نور خبرونه

رادیو