ټرمپ: که زهران ممداني د قانون د پلي کېدو پر وړاندې خنډ شي؛ وبه نیول شي

پرون

زهران ممداني چې د نیویارک ښاروالۍ لپاره د ډيموکراټ ګوند نوماند دی ویلي، د ښاروالۍ سمت ته په رسېدو سره به په نیویارک ښار کې د امریکا د کډوالۍ او ګمرک د مخ پټو مامورینو له فعالیتونو د مخنیوي لپاره له خپلو ټولو واکونو استفاده وکړي.

نوموړي همداراز په ډاګه کړې، واک ته له رسېدو وروسته به هېچا ته اجازه ورنکړي، چې کډوال له خپلو مېنو وباسي.
د اکسیوس خبري اژانس د راپور له مخې، د امریکا ولسمشر پرون د نیویارک ښاروالۍ لپاره د ډيموکراټ ګوند نوماند ګواښلی چې که د ناقانونه کډوالو د نیولو د قانون د عملي کېدو په ترڅ کې د کډوالۍ د فډرالې ادارې له مامورینو سره له همکاریو مخنیوی وکړي؛ نو وبه نیول شي.
ټرمپ په توندې لهجې ممداني کمونست وباله او همداراز یې خبرداری ورکړ، چې که هغه د نیویارک ښاروالۍ ته بریالی شو؛ نو فډرال دولت به ښايي نیویارک ښار ته تخصیص شوې بودیجه قطع کړي.
د امریکا ولسمشر د ممداني د دریځ په تړاو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، «نو بیا له نیول کېدو پرته یې بله چاره نشته. موږ په دې هېواد کې یوه کمونست ته اړتیا نه لرو. خو که داسې وشول چې یو کمونست واوسي؛ نو زه په خپله به د ملت له خوا په ټولې ځيرتیا سره هغه تر څار لاندې ولرم.»

نور خبرونه

رادیو