ترکي چارواکو درې کارټون جوړوونکي په دې تور نیولي، چې په (لمن) مجله کې یې د پيغمبرانو کارټون جوړ کړی دی.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا دغه کارټون سپک عمل ګڼلی او ویلي یې دي، چې دغه کارټون جوړوونکو غوښتل فتنه خپره کړي.
له دې کارټون څخه داسې انګېرل کېږي، چې موسی (ع) او محمد (ص) په اسمان کې یو بل ته په داسې حال کې لاسونه سره ورکوي چې په ځمکه کې جګړه روانه وي.
د ترکیې عدليې وزیر یلماز تونچ ویلي، د ترکیې د جزا قانون د ۲۱۶مې مادې له مخې یې د کرکې خپرولو په تور د شپږو کسانو پلټنه پيل کړې ده.
لمن مجلې له هغو لوستونکو بښنه غوښتې، چې په دې کارټون ځورېدلي دي.
د مجلې ادارې ویلي، چې د دوی نیت د اسلام سپکاوی نه و؛ اصل ستونزه دا ده چې دا کارټون ناسم تعبیر شوی دی.
له دې کارټون څخه د دوی هدف د یوه وژل شوي سړي د درد انځورول و؛ نه د پيغمبر سپکاوی. د مجلې د ادارې په وینا؛ دغه ډول غبرګونونه د دوی د بدنامۍ له پاره کمپاین دی، د مجلې ادارې له چارواکو څخه غوښتي چې د قانون له مخې د بیان ازادي مراعت کړي.
ځينو ترکانو د لمن د دفتر مخ ته لاریون وکړ، قهرجن شعارونه یې ورکړل او د دفتر د ودانۍ دروازې یې په لغتو ووهلې.