د روسیې د دفاع وزارت پخوانی مرستیال د فساد په تور په ۱۳کاله بند محکوم شوی

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۰

د روسیې د دفاع وزارت پخوانی مرستیال تیمور ایوانوف د فساد په تور په ۱۳ کاله بند محکوم شوی دی.

ایوانوف په ۲۰۲۴ کال کې د فساد په شک ونیول شو او وروسته پر هغه د مالي اختلاس نوي تورونه هم ولګول شول. د دې قضیې له مخې، هغه او څو نورو کسانو په میلیاردونو روبله اختلاس کړی دی.

دا قضیه د روسیې د دفاع وزارت په تاریخ کې له تر ټولو لویو فسادونو یوه ګڼل کېږي چې له امله یې ګڼ لوړپوړي چارواکي نیول شوي دي.

ایوانوف له خپلو ټولو دولتي مډالونو او ستاینلیکونو بې برخې شوی او د هغه وکیل د پرېکړې پر ضد د استیناف غوښتنه کړې.

د محکمې دا پرېکړه د دولتي محرمیت له امله د بندو دروازو تر شا ترسره شوې.

ایوانوف او کورنۍ یې په مسکو کې پراخې شتمنۍ لري، چې قیمتي اپارتمانونه او کلاسیک موټر پکې شامل دي.

نور خبرونه

رادیو