پاکستان او هند د خپلو بندیانو لېستونه سره تبادله کړل

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۱۰

پاکستان او هند نن د ډېپلوماټیکو چینلونو له لارې د یو بل په زندانونو کې د بندیانو لېستونه سره تبادله کړل.

پاکستان د ۲۴۶ هندي بندیانو نوملړ په اسلام اباد کې د هند سفارت ته سپارلی، او د هند حکومت د ۴۶۳ پاکستانیانو نوملړ په نوي ډیلي کې د پاکستان سفارت ته ور کړی دی.

د پاکستان د دولتي راډیو د راپور له مخې، د هند حکومت د ۴۶۳ پاکستانیانو نوملړ په نوي ډیلي کې د پاکستان سفارت سره شریک کړی چې ۳۸۲ ملکي بندیان او ۸۱ کب نیوونکي پکې شامل دي.

دواړې خواوې د هر کال د جنوري او جولای پر لومړۍ نیټه د یو بل په زندانونو کې د بندیانو نوملړونه سره شریکوي.

نور خبرونه

رادیو