طالبان وایي، چینایي او هالنډي پانګوال غواړي په افغانستان کې د لمریزې برېښنا د تولید او د برېښنا شبکو د تجهیزاتو د برابرولو په برخو کې پانګونه وکړي.
دغه خبرې د هالنډ او چین پانګوالو د طالبانو د برېښنا شرکت له عمومي اجراییوي رييس سره د نوې کېدونکې برېښنا د تولید د پانګونې په اړه د ویډیو کنفرانس له لارې وکړې.
د طالبانو د برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس عبدالباري عمر په دې ویډيو کنفرانس کې وویل: «اوس افغانستان کې د نوې کېدونکې انرژۍ په ګډون ګڼو برخو کې پانګونې ته ټولې اسانتیاوې رامنځته شوي، ګڼو برخو کې پانګونې په زیاتېدو دي او د افغانستان برېښنا شرکت له دوی سره هر ډول همکاري کوي.»
یادو پانګوالو همداراز څرګنده کړه، چې د دوی "Chint green energy company" د نړۍ په ګڼو برخو کې څانګې لري او له نوې کېدونکې برېښنا انرژۍ سربېره د برېښنايي تجهیزاتو تولید په برخو کې هم کار کوي.
دوی زیاته کړې، چې د دوی تولیدي پنلونه "شمسۍ" د لمر له وړانګو سربېره له عادي رڼا څخه هم د برېښنا تولید وړتیا لري او یاد شرکت غواړي د برېښنا سب سټېشنونو، د شبکې ترانسفارمرونو او د برېښنا شرکت د نورو اړتیا وړ برېښنايي تجهیزاتو تولید برخو کې هم پانګونه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان تر نیمايي زیاته برېښنا وارداتي ده او ډېری یې هم له تاجیکستان، ازبېکستان، ترکمنستان او ایرانه را واردېږي؛ خو لا هم د استوګنې له کورونو سربېره صنعتي ښارګوټي د برېښنا له کمښته شکایت او خلک هم له دوامداره پرچاویو تر پوزې راغلي دي.