د هند د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې پاکستان د ترهګرو او نیابتي ډلو په ملاتړ کې تر ستوني ښکیل دی او که نوی ډیلی اړتیا وویني بیا به هم د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړي. جې شنکر وايي، له پاکستان سره هغه وخت خبرې کېدای شي چې ترهګري پای ته رسېدلې وي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر په نیویارک کې له نیوزویک مجلې سره په یوه مرکه کې د هند د بهرني سیاست په اړه تفصیلي څرګندونې وکړې، چې تر ډېره یې تمرکز د هند او پاکستان پر اړیکو او له امریکا سره د هند پر ګډې ملګرتیا ورټول و.
د شنکر په وینا، هند هڅه کوي چې په سیمه کې ثبات ټینګ کړي او د ګډې همکارۍ له لارې پرمختګ او د ترهګرۍ ضد هڅو لپاره مناسبه فضا رامنځته کړي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تېره اونۍ د سولې خبرو ته چمتووالی وښود او ویې ویل چې دا خبرې کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ ګڼ اختلافونه حل کړي.
جېشنکر په دې اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل چې هېواد یې له پاکستان سره د شته ستونزو د حل لپاره خبرو ته چمتو دی خو دا هغه وخت کیدای شي چې دده په وینا، ترهګري له منځه تللي وي.
هغه زیاته کړه، « موږ چمتو یو چې د ترهګرۍ په اړه خبرې وکړو، خو که څوک دا تمه لري چې موږ دې د نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړو، په داسې حال کې چې هغوی خپله ترهګري جاري ساتي، نو زه فکر کوم دا غیرواقعي تمه ده».
د هند د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه، « موږ دا نه منو چې ترهګر یوازې د پاکستان له ملاتړه برخمن یا د هغوی نیابتي خلک دي او نور دې پاکستان په دې برخه کې مسوول نه وي، د پاکستان دولت تر ستونې په دې مساله کې ښکیل دی. موږ به د خپلو خلکو دفاع کوو او که اړتیا پیښه شي بیا به هم اقدام وکړو».
هغه زیاته کړه، « موږ د ترهګرۍ پر موضوع خبرو ته تیار یو، خو که څوک فکر کوي چې همهاله به هم ترهګري کوي او هم خبرې، داسې تمه رښتینې نه ده او داسې نه شي کیدای چې هم دې ښه ګاونډی اوسې او هم ترهګر».
د روان میلادي کال په اپرېل میاشت کې په هندي کشمیر کې د وسله والو په برید کې ۲۶ سیلانیان ووژل شول چې هند یې په اړه توند غبرګون وښود او په پاکستان کې یې ځیني اهداف په نښه کړل.پاکستان په دغه پیښه کې لاس لرل رد کړي وو.
د هند د بهرنیو چارو وزیر په سیمه کې د امریکا د متحدو ایالتونو رول د پام وړ وباله خو دا یې وویل چې د چین پر اغیز او له هند سره د ګاونډیتوب پر اهمیت یې سترګې نه شي پټېدای.