په متحده ایالاتو کې تر۲۰۰ ډېر امریکایي پخواني سرتېري په رضاکارانه توګه د خپلو افغان همکارانو د پناهغوښتنې په غونډو او جلسو کې ګډون کوي.
دغه سرتېري وايي، چې افغان همکارانو یې په افغانستان کې اوږه په اوږه له دوی سره همکاري کړې ده.
امریکايي رسنیو راپور ورکړی، دغه اقدام تر هغې وروسته کېږي چې پخوانی افغان ژباړونکی سېدناصر (د جون پر ۱۲مه) په سان ډیاګو کې د خپلې پناهغوښتنې غونډې تر اورېدنې وروسته د پولیسو لهخوا نیول شوی دی.
تر دې وروسته په افغانستان او عراق کې پخوانیو خدمتکوونکو امریکايي سرتېرو او د «افغان اېواک» په نوم د کډوالو یوه بنسټ د خپلو افغان همکارانو د ملاتړ او د هغوی د خوندیتوب په موخه د «د لومړۍ کرښې جنګیالیو» په نوم یوه نوې طرحه جوړه کړې ده.
سېد ناصر او د هغه ورور په ۲۰۲۳ کال کې تر هغې وروسته له افغانستان نه وتلي، چې طالبانو د دوی یو ورور د هغوی د کورنۍ اړوند په یوه واده کې وواژه.
ناصر په ۲۰۲۴ کال کې د CBP One اپلېکېشن په کارولو سره د «سان یسیدرو» پر سرحدي سیمه متحده ایالاتو ته دننه شوی دی.
د پخوانیو امریکايي سرتېرو د یوه بنسټ مشر کېلان هنټر له رسنیو سره په مرکه کې وویل: «دا سیاسي موضوع نه؛ بلکې شخصي موضوع ده. دا هغه خلک دي، چې له موږ سره یې اوږه په اوږه په افغانستان کې خدمت کړی دی.»
د کډوالو ملاتړکوونکي افغان اېواک بنسټ د معلوماتو پر بنسټ؛ د ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته شاوخوا ۲۰۰ زره افغانان متحده ایالاتو ته لېږدول شوي دي.
د ناصر وکیل ویلي، چې دوه میاشتې وړاندې د هغه ورور ته د هماغه اسنادو او توضیحات وړاندې کړل او پناه ورکړل شوه؛ خو تېره اوانۍ د کډوالۍ یوه قاضي د ناصر غوښتنلیک رد کړی او هغه یې سملاسي له امریکا نه د اېستونکو کډوالو په نوملړ کې شامل کړی دی.
بلخوا ځینو امریکایي پخوانيو سرتېرو او فعالانو ویلي، چې ناصر او د هغه وروڼو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ترڅنګ کار کړی او د هغوی د همکارۍ شواهد موجود دي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت تر اوسه د دې موضوع په اړه د رسنیو پوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی.
د امریکا د کورني امنیت وزارت اعلان کړی، چې د افغانستان لپاره د لنډمهالي خوندیتوب پروګرام یا د ټيپياېس موده به د ۲۰۲۵ کال (د جولای پر۱۴مه) پای ته ورسېږي.
د دغه وزارت په وینا؛ د افغانستان امنیتي او اقتصادي شرایط ښه شوي او نور د دغه پروګرام د دوام وړ نه ګڼل کېږي.
دې پرېکړې زرګونه هغه افغانان چې په متحدهایالاتونو کې ژوند کوي، د اېستلو له ګواښ سره مخ کړي دي.