امریکايي ډالرو په تېره نیمه پېړۍ کې اوس تر بل هر وخت ډېر خپل ارزښت بایللی دی. که په تېرو شپږو میاشتو کې له نورو نړۍوالو اسعارو سره پرتله شي؛ ډالرو لس سلنه خپل ارزښت بایللی دی.
وروستی ځل یې ارزښت دومره ټيټ شوی، چې له ۱۹۷۳ کال راهيسې نه و ټیټ شوی. دا ځل د ډالرو د کمزورۍ لاملونه د ولسمشر ټرمپ لوړې ګمرکي تعرفې، انزوا، د انفلاسیون اندېښنې او دولتي پورونو ډېروالی بلل شوي دي.
د ډالرو کمزورۍ امریکايي وګړو ته بهرني سفرونه ګران کړي او بهرني پانګهوال یې هم په امریکا کې له پانګونې څخه پر شا کړي دي.
که څه هم سوداګر د امريکايي صادراتو په برخه کې د ډالرو په دې وضعیت کې ډېره ګټه کولای شي؛ خو د تعرفو پرله پسې ګواښونو د امریکا سوداګریز بهیر ګډوډ کړی دی. اقتصادپوهان اندېښنه لري، چې د ډالرو کمزوری وضعیت او د دولتي لګښتونو زیاتوالی به په نړۍوال بازار کې د امریکايي ډالرو غوښتنه راکمه کړي.
کارپوهان زیاتوي، چې د ډالرو پر وړاندې د نړۍوال باور کچه راټیټه شوې ده. که څه هم دا خبره لرې ده، چې په بازار کې به امريکايي ډالر په بشپړ ډول خلک نه اخلي؛ خو ډېر پورونه او د بازار بې ثباتي دا ګواښ پياوړی کولای شي او پانګهوالو خو تر دې مخکې لا بهرنیو بازارونو ته مخه کړې ده، اوس دا پوښتنه راپورته شوې، چې ایا ډالر به وکولای شي خپل نړۍوال ارزښت بېرته ترلاسه کړي که نه؟