د هند په یوې فابریکه کې د درنې چاودنې له امله ۳۴ کسان وژل شوي

۶ ساعتونه مخکې

د هند د تیلنګانه ایالت په سنګارېډي ولسوالۍ کې په یوې کیمیاوي فابریکه کې زوروره چاودنه شوې، چې له امله یې ۳۴ کسان وژل شوي دي.

د پېښې ګڼ شمېر ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او له ٢٤ ساعتونو راهیسې په سیمه کې د ژغورنې عملیات روان دي.

که څه هم د پېښې لامل لا نه دی په ډاګه شوی؛ خو چارواکو د پېښې د څېړنې لپاره یوه ډله ګومارلې ده.

نور خبرونه

رادیو