ډونالډ ټرمپ: خامنه‌يي «ښکاره دروغ» وایي

۹ ساعتونه مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، ولې علي خامنه‌يي چې د ایران غوندې جنګ ځپلي هېواد «ستر رهبر» بلل کېږي، په دومره «بې شرمۍ او احمقانه» ډول اعلان وکړي، چې هغه له اسراییل سره جګړه ګټلې ده.

ټرمپ په خواله رسنۍ ټروث سوشال لیکلي دي: «هغه (خامنه‌يي) پوهېږي چې دروغ یې ویلي دي او دا بلکل برعکس ده. د یوه قوي ایمان لرونکي سړي په توګه باید هغه درواغ ونه وایي، د هغه هېواد ویجاړ شو او د هغه درې وژونکي اټومي تاسیسات له منځه یوړل شول، زه ډېر ښه پوهېدم چې هغه چېرته پټ دی، خو ما اسراییل او د متحده ایالاتو وسله والو ځواکونو ته اجازه ورنکړه چې د هغه ژوند پای ته ورسوي، ما هغه د یو ډېر بد او شرمونکي مرګ څخه وژغوره او بله دا چې هغه اړتیا نه لري چې ووایی، مننه ولسمشر ټرمپ!.»

ټرمپ زیاتوي: «په حقیقت کې د جګړې په وروستي پړاو کې ما له اسراییل څخه وغوښتل، چې د جنګي الوتکو یوه ډېره لویه ډله چې د تهران په لور روانه وه بېرته راوګرځوي، شاید وروستۍ ضربه چې ډېر زیان به رسېدلی وای او ډېری ایرانیان به وژل شوي وو.»

ټرمپ لیکلي: «په تېرو څو ورځو کې ما له ایران څخه د بندیزونو د لرې کولو او نورو مسایلو پر امکان کار کاوه، چې دا به ایران ته د قاطع، چټک او بشپړ رغېدو یو ښه چانس ورکړی وای، نو نه بندیزونه خورا اغېزمن دي، د مننې پر ځای زه غوسې، کرکې او له کرکې څخه ډکو خبرو سره مخ شوم او سمدلاسه مې د بندیزونو د لرې کولو ټولې هڅې ودرولې.»

ټرمپ ایراني چارواکو ته د ګوتڅنډنې په ډول ویلي: «ایران باید د نړۍوال نظم مدار ته راستون شي، که نه نو نور ډېر څه به د دوی لپاره خراب شي، عجیبه ده دوی تل ډېر غوسه او ناراضه وي، بله دا چې دوی څه لري – یو سوځېدلی او ویجاړ شوی هېواد چې هېڅ راتلونکې نه لري، یوه ویجاړه شوې اردو، یو ویرونکی اقتصاد او د دوی شاوخوا مرګ.»

هغه زیاتوي: «ایران هېڅ هیله نه لري او دا کارونه به یې هر څه لا پسې خراب کړي، خو کاش چې د ایران مشران پوه شي چې کله د قانع کولو هڅه کوي، نو ښه کېدل ډېر وختونه له تاوتریخوالي څخه ډېر اغېزمن وي، سوله!!! »

نور خبرونه

رادیو