د یوې نوې څېړنې پر اساس، که چېرې متحده ایالات په ټوله نړۍ کې خپلې مرستې بندې او یا کمې کړي، نو په راتلونکو پنځو کلونو کې به له ۱۴میلیونو څخه د ډېرو خلکو ژوند له ګواښ سره مخ شي.
دغه څېړنه چې «لانسېټ ژونال» خپره کړې، وایي چې د متحده ایالاتو د نړۍوالې پراختیا ادارې «یو اېس اې ای ډی» له خوا تمویل شويو پروګرامونو په ۱۳۳هېوادونو کې د نږدې ۹۲میلیونو وګړو د مړینې مخه نیولې ده.
له دې شمېر څخه څه باندې ۲۵ میلیونه د ایډز او پولیو، شاوخوا ۱۱ میلیونه د اسهال، ۸ میلیونه د ملاریا او نږدې ۵ میلیونه د نري رنځ څخه و.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په مارچ میاشت کې اعلان وکړ، چې هغه به د «یو اېس اې ای ډي» پروګرامونو څخه ۸۳سلنه کم کړي.
هغه ټینګار وکړ، چې دا پروګرامونه د متحده ایالاتو اصلي ملي ګټو ته خدمت نه کوي.
دغه څېړنه چې د هسپانیا، برازیل او متحده ایالاتو د نړۍوالو څېړونکو د یوې ډلې له خوا ترسره شوی، د ۸۳سلنې بودیجې کمښت اغېز اټکل کوي.
د یادولو وړ ده، چې په افغانستان کې د امریکا بشري مرستې ۴۰سلنه کمې شوې دي او شاوخوا ۴۰۰روغتیايي مرکزونه د دغو مرستو له بندېدو وروسته تړل شوي، چې د هېواد روغتیایي او نور د عامه خدمتونو سکټورونه یې د بحران سره مخ کړي دي.