د افغانستان انټرنشنل-پښتو د معلوماتو پر بنسټ؛ په وروستۍ شاوخوا یوه اوونۍ کې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ځوانانو د ځانوژنې اته پېښې ثبت شوې دي، چې اقتصادي ستونزې، بېکاري او رواني فشارونه یې ترټولو ستر لاملونه بلل کېږي.
وړمه ورځ په کندهار کې د فدامحمد اڅکزي په نوم یوه ۲۴ کلن ځوان پر فېسبوک د مخه ښې پیغام تر شاوخوا اووه ساعته خپرېدو وروسته ځانوژنه کړې ده. هغه لیکلي: «بخښه به سره کوو، د الله په امان.»
په داسې حال کې چې د فدامحمد کورنۍ او خپلوانو تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو په کندهار کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې نوموړي ځوان د اقتصادي ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.
تر دې شاوخوا ۲۴ ساعته وروسته او همدا پرون د کندهار ښار په پنځمه حوزه کې د عبدالله په نوم ۳۳ کلن ځوان ځان وواژه. ویل کېږي، چې هغه د شپې چوکیداري کوله. د هغه د ځان وژنې لامل هم اقتصادي ستونزه یاده شوې ده.
له دې ورهاخوا، په خوست کې هم د ځانوژنې څو پېښې ثبت شوې دي. څو ورځې مخکې د عیسی خان په نوم یو ځوان چې د کورنۍ یوازینی سرپرست و، د زهرو په خوړلو سره یې خپل ژوند پای ته رسولی دی. د هغه کورنۍ ته یوې نږدې سرچینې افغانستان-انټرنشنل-پښتو ته زیاته کړې، د نوموړي ځوان پلار څه موده مخکې وفات شوی او دی له سختو روحي فشار او اقتصادي ستونزو سره مخ و.
همداراز، د همدې ولایت د ګربزو ولسوالۍ یو تنکي ځوان حنیفالله هم ځانوژنه کړې، چې کلیوال یې لامل بېکاري او اقتصادي ستونزې یادوي.
ورپسې تېره ورځ په ننګرهار ولایت کې بیا د سرهرود ولسوالۍ یو ۲۳ کلن ځوان خپل ژوند پای ته رسولی دی. په دغه ولایت کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند ادعا کړې، چې دا ځوان د نشهیي توکو له امله رواني ستونزو سره مخ و او همدا یې د ځانوژنې لامل بلل کېږي.
راپورونه ښيي، چې په دې وروستیو کې د ځانوژنې پېښې په افغانستان کې په ځانګړي ډول په خوست، کندهار او ننګرهار ولایتونو کې ډېرې شوې دي. د دې پېښو ترټولو ډېر قربانیان ځوانان دي.
سره له دې چې سیمهییزې سرچینې اقتصادي ستونزې، بېکاري او رواني فشارونه د دغو پېښو اصلي لاملونه بولي؛ خو د طالبانو چارواکي او د هغوی ملاتړي دغه لاملونه ردوي او هڅه کوي، چې دې پېښو ته رواني فشارونه، ټولنیزې ستونزې او نور نومونه ورکړي.
همدا تېره ورځ د کابل په دوو جلا سیمو کې دوو ځوانانو ځانوژنې کړې دي. د یوه ځوان خور چې په یوه شخصي روغتون کې ډاکټره ده، د خپل ورور د ځان وژنې لامل روحي فشار بولي. هغه په دې تړاو نور معلومات ور نه کړل. هڅه مو وکړه، چې د دې بل ځوان له کورنۍ یا خپلوانو هم معلومات ترلاسه کړو؛ خو هغوی د دې پېښې له رسنیز کېدو ډډه وکړه.
د ځوانانو د ځانوژنې د پېښو له زیاتوالي سره جوخت یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې طالبانو په خوست کې ملایانو ته سپارښتنه کړې چې د ځانوژونکو د جنازو امامت ونهکړي او د هغوی له کورنیو سره خواخوږي ونهښيي.
په افغانستان کې د ځانوژنې پېښې په ځانګړي ډول د ځوانانو ترمنځ له څو کلونو راهیسې د اندېښنې وړ کچې ته رسېدلې دي؛ خو دا چاره په وروستیو کلونو کې بیخي پراخه شوې ده.
پر هېواد د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، اقتصادي وضعیت ډېر ناوړه شوی، کاري فرصتونه نشته، په دولتي ادارو کې د لوستو ځوانانو ګمارل لهمنځه تللی او پر ځای ملایان ګمارل کېږي، په ښوونیزو، ټولنیزو او مدني برخو کې محرومیت ډېر شوی دی. دا عوامل د ځانوژنې لامل ګرځېدلي دي.
د څېړنو او د نړۍ روغتیا سازمان د ارزونو لهمخې؛ بېکاري، لوږه، رواني ستونزې، ټولنیزه انزوا او د رواني خدماتو نشتوالی د ځانوژنې تر ټولو عمده عوامل دي. په افغانستان کې د دې عواملو ترڅنګ، د بیان د ازادۍ محدودیت، د ملاتړ نشتوالی او د دیني او ټولنیزو فشارونو له امله د رواني وضعیت په اړه پټه خوله پاتې کېدل؛ دغه ستونزه نوره هم پېچلې کړې ده.