اسراییل ټایمز وايي، د یکشنبې - دوشنبې په شپه په لوېدیزه غاړه کې لسګونو یهودي افراطیانو په لویدیزه غاړه کې یو امنیتي مرکز ته اور واچاوه. دا پېښه پر کفر مالک فلسطیني کلي د اسراییلي میشتو له برید وروسته شوې.
بلواګرو له دې وړاندې یو اسراییلی افسر هم ډبولی و.
د ګڼه ګوڼې غړو یوه لوحه پورته کړې وه چې پرې لیکل شوي وو، «د کنډک قوماندان خاین دی».
یوه پوځي چارواکي وویل چې ځینو خلکو هڅه وکړه چې د لوېدیزې غاړې په مرکزي سیمه کې د بنیامین سیمه ییزې لوا پوځي اډې ته ننوځي، ډبرې یې ور وغورځولې، پر سرتیرو یې سپرۍ وشیندلې او د پوځي وسایطو ټایرونه یې څیرې کړل.
د اسراییل سرحدي پولیسو د بلواګرو د خپرولو لپاره له غږیزو بمونو کار اخېستی.
سربیره پردې، داسراییل پوځ په وینا، اسراییلي میشتو د شپې له مخې د لوېدیزې غاړې په رام الله سیمه کې یو څو میلیوني شیکله امنیتي مرکز سوځولی چې د "ترهګریزو بریدونو شنډولو او امنیت ساتلو" لپاره کارول کیده.
پوځ ویلي چې د دغه ځای ویجاړول "د اوسیدونکو امنیت ته خطر پېښوي."
د اسراییل ټایمز ورځپاڼې د رپوت له مخې، پوځ دا کار غندلی او د بلواګرو د محاکمې غوښتنه یې کړې ده.
دا پېښه د فلسطینیانو او اسراییلي ځای پرځای شویو وګړو ترمنځ په کفرمالک سیمه کې له شخړو وروسته شوې. ویل کیږي اسراییلیانو دلته د فلسطینیانو پر یوه کلي برید کړی و او د هغوی په شخصي ځمکه یې پوسته جوړوله، خو په دې شخړو کې اسراییلي پوځ درې فلسطینیان ووژل او ځینې ټپیان شول. اسراییلي میشتو د پوځ پر مداخلې اعتراض کړی او له همدې امله یې بلوا کړې.