د امریکا خبرداری: له ایران سره‌ تړلي هېکران ښايي امریکایي شرکتونه او تاسیسات په نښه کړي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۹

د امریکا متحده ایالاتو فدرالي ادارو خبرداری ورکړی چې له ایران‌ سره تړلې سایبري ډلې او هېکران ممکن د امریکا پر شرکتونو، دفاعي برخو او حیاتي زیربناوو، په ځانګړې توګه هغو ادارو، چې له اسراییل سره اړیکې لري، بریدونه وکړي.

په دغه خبرداري کې چې د ایف بي ای ملي امنیت ادارې، د دفاع وزارت د سایبري جرمونو مرکز او کورنیو چارو وزارت د سایبري دفاع څانګې له خوا ورکړل شوي، ویل شوي سره له دې چې تر دې دمه له ایران‌ سره تړليو هیکرانو له خوا د پراخو سایبري بریدونو نښې نه دي لیدل شوې، خو اړوندې ادارې باید د خپلو امنیتي سیستمونو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

په یاد خبرداري کې ویل شوي چې له ایران سره د موجود اوربند او دایمي حل لپاره پر روانو مذاکراتو سربېره، هېکران او ایران‌ اړوند سایبري لوبغاړي لا هم کولی شي خطرناک سایبري فعالیتونه ترسره کړي.

د سایبري امنیت چارواکي وايي، د ایران‌ له ملاتړه برخمن هیکران معمولا د سافټویرونو هغه نسخې هدف ګرځوي چې تازه شوې نه وي، یا په کمزورو پاسورډونو سره کار کوي. دوی همداراز ډیټا بندوي، غلا کوي او یا یې افشا کوي.

نور خبرونه

رادیو