هند د خپلې دفاعي څارنې د پراختیا لپاره د ۵۲ سپوږمکیو د ځای پر ځای کولو بهیر چټک کړی، چې د چین، پاکستان تحرکات او د هند سمندري سیمو کې دښمنانه فعالیتونه په ریښتیني وخت او لوړ دقت وڅاري.
د ټایمز اف انډیا د رپوټ له مخې، دا اقدام له " سندور" عملیاتو څخه د تر لاسه شویو تجربو پر بنسټ اخیستل شوی او اوس د یوې نوې پوځي فضایي تګلارې چمتووالی وروستي پړاو ته رسېدلی دی.
د هند د فضا څارنې د پروګرام درېیم پړاو، چې د ۲۰۲۳ کال په اکتوبر کې د دغه هېواد د صدراعظم نریندرا مودي په مشرۍ د امنیتي کابینې له خوا تصویب شوی، شاوخوا ۳،۱۵ میلیارده ډالره لګښت لري.
د دې پروژې پر بنسټ به ټولې سپوږمکۍ د ۲۰۲۹ کال تر پایه بشپړې او فضا ته واستول شي.
دا پروژه د هند د دفاعي فضایي ادارې له لوري پرمخ وړل کېږي.
ټایمز اف انډیا وايي، هدف دا دی چې په مهمو ستراتیژیکو سیمو لکه چین، پاکستان او د هند سمندر کې د سپوږمکیو د بیا کتنې وخت راکم شي او انځورونه یې په لوړ وضاحت سره ترلاسه شي.
همداراز، د هند هوایي ځواک پلان لري درې هاپز الوتکې وکاروي، چې د سپوږمکیو د بدیل په توګه د څار، کشف او استخباراتي عملیاتو لپاره کار ورکړي.