له سارک سازمان څخه وتل؛ پاکستان او چین غواړي نوی سیمه‌ييز سازمان جوړ کړي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۹

پاکستان او چین د «سارک» په ځای د یوه نوي سیمه‌ييز سازمان د جوړولو لپاره سلا مشورې پیل کړې دي.

سارک هغه سازمان ګڼل شوی، چې له ۲۰۱۶کال راهیسې تر ډېره غیرفعاله پاتې شوی او ګټورې چارې یې نه دي ترسره کړې.

د‌ پاکستانۍ اېکسپریس ټربیون ورځپاڼې د راپور له مخې؛ د دغه نوښت موخه د سیمه‌ييزو همکاریو پراخول دي؛ څو د سوداګرۍ د زیاتوالي او هم‌فکره هېوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا لپاره لا نورې چارې برابرې کړي.

دا طرحه د چین او پاکستان له ګډو هڅو څخه یوه برخه بلل کېږي، چې غواړي د سارک پر ځای یو نوی جوړښت رامنځته کړي.

د راپور له مخې؛ تمه کېږي چې له پخوانیو سارک غړو هېوادونو لکه سریلانکا، مالدیف او افغانستان ته هم د ګډون بلنه ورکړل شي.

سره له دې چې د هند نوم هم د ګډون کوونکو هېوادونو په نوملړ کې راغلی؛ خو د سیاسي اختلافونو له امله داسې نه برېښي، چې نوی ډیلي به دې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي.

د سارک سازمان له ۲۰۱۶ کال راهیسې هغه مهال له فعالیته لوېدلی، چې اسلام‌اباد کې یې د کلنۍ سرمشریزې د جوړېدو اقدام وشو؛ خو هند پرېکړه وکړه، چې ګډون به نه کوي او بنګله‌دېش هم ورسره همغږی شو.

تر دې پېښې وروسته د یاد سازمان چارې ځنډنۍ او تر ډېره په ټپه ولاړې دي.

تازه په تازه هند د سارک په چوکاټ کې پاکستاني سوداګرو ته د ځانګړو وېزو پر ورکړې هم بندیز لګولی.

نور خبرونه

رادیو