اسراییل د سپینې ماڼۍ له خبرو وړاندې په غزه کې بمباري چټکه کړې

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۹

د دوشنبې په ورځ د اسراییل له خوا د ډله‌ییزې تخلیې تر امر وروسته، تېره شپه د شمالي غزې اوسېدونکو لپاره له ناورین ډکه وه. په داسې حال کې چې د اسراییل چارواکي د ټرمپ حکومت له خوا وړاندیز شوي اوربند او خبرو لپاره واشنګټن ته روان دي، اسراییل خپل بریدونه چټک کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دوه مياشتنۍ جګړې وروسته د اوربند غوښتنه وکړه. د اسراييل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو یو نژدې سلاکار وايي: دوی د غزې د اوربند، ایران او سیمه‌ییزو موضوعاتو په برخه کې د جوړجاړي لپاره سپینې ماڼۍ ته ځي.

دا سلاکار داسې مهال دا خبره کوي چې د فلسطین په خاوره کې د جګړې د بندېدو هیڅ څرک نه لیدل کېږي.

په غزه کې شپېته کلن صلاح رویټرز ته وویل، « چاودنې نه درېږي، اسراييل ښوونځي او کورونه بمبارد کړل، وضعیت سختې زلزلې ته ورته دی، داسې خبرونه اورو چې اوربند نژدې دی، خو د اوربند څرک نشته، یوازې مرګونه او چاودنې دي.»

کله چې سلګونو کورنیو ته وویل شول چې له سيمې څخه ووځي، هغوی وویل چې د اسراپیل ټانکونه د غزې ښار ختیزو سیمو ته ننوتل، ګڼ ځایونه یې وویشتل او دغه ډول الوتکو څلور ښوونځي هم بمباري کړل.

د غزې روغتیایي چارواکو وویل چې د دوشنبې په ورځ د اسرايیلي بریدونو له امله لږ تر لږه ۲۵کسان وژل شوي چې لس تنه یې یوازې د زیتون د سیمې اوسېدونکي وو.

د اسرايیلي پوځ له خوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دوی د غزې په شمال کې د حماس د قوماندې مرکزونه په نښه کړي او د ملکي خلکو خونديتوب ته یې پام کړی دی.

اسراييلي پوځ خلکو ته ویلي چې جنوب ته ولاړ شي، ځکه دوی غواړي چې د حماس پر جنګیالیو بریدونه وکړي.

د دوشنبې په ورځ تر دې بمبارد وروسته د خان یونس ښار د ناصر روغتون چارواکو وویل چې د غزې ښار په سویل لویدیځ سیمه کې لږ تر لږه ۱۳کسان وژل شوي چې د دوشنبې د ورځې مجموعي مرګ ژوبله ۳۸ تنو ته رسېږي.

فلسطیني او مصري سرچینو ویلي، قطر او مصر هڅه کوي چې اوربند وشي، خو تر اوسه د اوربند او خبرو له پاره نېټه نه ده ټاکل شوې.

د حماس یوه چارواکي ویلي، پرمختګ په هغه صورت کې کېدای شي چې اسرايیل خپل دریځ بدل کړي، جګړه ودروي او له غزې څخه ووځي، خو اسرايیل بیا وايي جګړه به تر هغو پورې و نه دروي چې حماس یې بې وسلې کړی او ځپلی نه وي. حماس ویلي چې دوی بې وسلې کولو ته حاضر نه دي.

د اسرايیل د بهرنیو چارو وزیر ګدعون ساعر وویل: اسرايیل د امریکا له خوا وړاندیز شوی دوه میاشتنی اوربند او زندانیانو تبادله منلې ده.

د امریکا وړاندیز دا دی چې دوه مياشتنی اوربند وشي او د اسراييل د نیمايي زندانیانو په بدل کې نیمايي فلسطيني زندانیان او جسدونه تبادله شي. پاتې زندانیان به د داسې تړون له مخې ازادېږي چې د جګړې پای ته رسېدل تضمین کړي.

نور خبرونه

رادیو