د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني وایي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د سوریې پروړاندې د بندیزونو لرې کول به د دې هېواد لپاره د بیارغونې او پرمختګ دروازې پرانیزي.
د نوموړي په وینا: «موږ له ډېرې مودې راهیسې دې فرصت ته په تمه و.»
د سوریې د بهرنیو چارو وزیر پر اېکس خواله رسنۍ زیاته کړې، چې دا اقدام د اقتصادي بیارغونې په وړاندې یو لوی خنډ لرې کوي او د سوریې لپاره د نړۍوالې ټولنې سره د یو ځای کېدو لپاره لاره هواروي.
مخکې له دې، د سپینې ماڼۍ ویاندې اعلان وکړ چې ډونالډ ټرمپ به د دوشنبې په ورځ د سوریې پر وړاندې د امریکا د بندیزونو پروګرام پای ته رسولو لپاره یو اجراییوي فرمان لاسلیک کړي.
هغې زیاته کړه، چې دا حکم په سوریه کې د ثبات او سولې د لارې ملاتړ کوي، مګر د بشارالاسد او د هغه د ملګرو، د بشري حقونو سرغړونکو، د مخدره توکو قاچاق وړونکو، د کیمیاوي وسلو پورې اړوند لوبغاړو، داعش او د هغې پورې تړلو ډلو او همدارنګه د ایران د استازو پر وړاندې بندیزونه به دوام ولري.
په همدې حال کې امریکايي خبري وېبپاڼې اکسیوس راپور ورکړی، چې سپینه ماڼۍ د سوریې او اسراییل ترمنځ د احتمالي امنیتي هوکړې په اړه "ابتدایي خبرې" پیل کړي دي.
دا خبرې د امریکایي او اسراییلي چارواکو له خوا هم تایید شوې دي.
د یادولو وړ ده، چې د امریکا له خوا د بندیزونو د لغوې او امنیتي هوکړې خبرې د سیمې د راتلونکي وضعیت لپاره یو مهم بدلون ګڼل کېږي.