سپینه ماڼۍ: ټرمپ به پر سوریې د لګېدلو بندیزونو د لرې کولو فرمان لاسلیک کړي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۹

سپینې ماڼۍ اعلان کړی، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د دوشنبې په ورځ د سوریې پروړاندې د امریکا د بندیزونو د لرې کولو په اړه یو اجراییوي فرمان لاسلیک کړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لویټ د یوې خبري ناستې پر مهال خبریالانو ته وویل، چې د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد ملګري، د بشري حقونو سرغړونکي، د مخدره توکو قاچاق کوونکي، له ایران سره د کیمیاوي وسلو په پروګرام کې ښکېل کسان او په سوریه کې د نیابتي ډلو پر ضد بندیزونه به لا هم پر خپل ځای وي.

ټرمپ په مې میاشت کې اعلان وکړ، چې هغه به د سوریې د بیارغونې لپاره بندیزونه لرې کړي.

لویټ منځني ختیځ ته د ولسمشر ټرمپ د وروستي سفر په لړ کې د سوریې د نوي ولسمشر احمد الشرع سره د لیدنې په اړه وویل: «هغه د یوې باثباته، متحدې سوریې ملاتړ ته ژمن دی چې له ځان او ګاونډیانو سره په سوله کې وي».

هغې زیاته کړه: «دا یوه بله ژمنه ده چې ولسمشر ټرمپ په سیمه کې د سولې او ثبات د ودې لپاره کړې ده.»

په ورته وخت کې، اکسیوس خبري وېبپاڼې د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې سپینه ماڼۍ د سوریې او اسراییل ترمنځ د احتمالي امنیتي هوکړې په اړه "ابتدایي خبرې" پیل کړي دي. دا خبرې د امریکایي او اسراییلي چارواکو له خوا هم تایید شوې دي.

د بندیزونو د لغوې او امنیتي هوکړې خبرې د سیمې د راتلونکي وضعیت لپاره مهم بدلون ګڼل کېږي. کارپوهان وایي، که دا پروسه شفافه او دوامداره پاتې شي، ښايي د سوریې د بیا رغونې او سیمې د سولې لپاره نوې دروازې پرانیزي.

نور خبرونه

رادیو