فدرالي قاضي: د ټرمپ اداره دې روښانه کړي چې د نويو زېږېدلو ماشومانو برخلیک به څه وي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۹

که څه هم د امریکا د قانون له مخې، په دغه هېواد کې زېږېدلي ماشومان د امریکا تبعه ګڼل کېږي، خو یوه فدرالي قاضي د ټرمپ له ادارې پوښتنه کړې چې که د تابعیت د محدودولو فرمان عملي شي، نو ایا هغه نوي زېږېدلي ماشومان به هم له هېواده وشړل شي چې د هغوی مور او پلار قانوني اسناد نه لري؟

دا پوښتنه داسې مهال راپورته کېږي، چې زرګونه مېندې او پلرونه چې ماشومان یې د امریکا په خاوره زېږېدلي، سخت اندېښمن دي ځکه نه پوهېږي چې د دوی د اولادونو برخلیک به د قانون له مخې څنګه ټاکل کېږي.

د عدلیې وزارت وکیل براډ روزنبرګ وویل: «اداره داسې نیت نه لري چې د سترې محکمې د حکم تر ۳۰ ورځني ځنډ په موده کې دا فرمان عملي کړي.»

هغه دا موضوع فرضیه وبلله، خو قاضي ډیبورا بورډمن له حکومته وغوښتل چې د سې شنبې تر ورځې دې خپل رسمي دریځ لیکلي وړاندې کړي.

د دعوه کوونکو وکیل ویلیام پاول وایي: «موکلین مې له شدیدې وېرې او مغشوشتیا سره مخ دي. هغوی دقیق نه پوهېږي چې دا حکم څه معنا لري.»

نوموړي زیاته کړه، چې اندېښنه یوازې د شړلو نه ده، بلکې اصلي اندېښنه دا ده چې فرمان ممکن د نویو ماشومانو تابعیت ته هم زیان ورسوي.

قضیه اوس په څو ایالتي محکمو کې تر بحث لاندې ده او سترې محکمې نه ده روښانه کړې چې فرمان به د امریکا په کومو برخو کې عملي شي. د ۱۴م تعدیل له مخې، هر څوک چې په امریکا کې زېږېږي، د دې هېواد تبعه ګڼل کېږي.

نور خبرونه

رادیو