لاوروف: د دفاعي لګښتونو زیاتوالی به د ناټو د ړنګېدو لامل شي

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۹

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دوشنبې په ورځ وویل چې مسکو پلان لري خپلې دفاعي بودجې کې کموالی راولي. خو هغه دا هم وویل چې د ناټو د غړو هېوادونو له خوا د دفاعي لګښتونو زیاتوالی ښایي په پای کې د دغه پوځي تړون د ړنګېدو لامل شي.

د روسیې خبري اژانس «تاس» د رپوټ له مخې، لاوروف وویل، چې دا پرېکړه به د روسیې پر امنیت هېڅ مهم اغېز ونه کړي.

هغه وویل: « زه فکر نه کوم چې د دې پنځه سلنه هدف اغېز به زموږ پر امنیت زیات وي. موږ ښه پوهېږو چې څه غواړو، موږ دا اهداف پټ نه دي ساتلي، بلکې ښکاره مو اعلان کړي دي. دا اهداف د ملګرو ملتونو د منشور او نړیوالو قوانینو له مخې مشروع دي».

لاوروف زیاته کړه چې روسیه پوهېږي له کومو وسیلو به د خپلو اهدافو لپاره کار اخلي.

دا خبرې وروسته له هغې کېږي چې د ناټو مشرانو د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په حضور ځانګړې غونډه کې یو ځل بیا د متقابلې دفاع ژمنتیا تکرار کړه.

د ناټو تړون دا پرېکړه پر اروپايي هېوادونو د ټرمپ د فشارونو او همداراز له۲۰۲۲ کال راهیسې پر اوکراین د مسکو د یرغل له امله د زیاتېدونکو اندېښنو له امله شوې ده. ناټو وايي، دفاعي بودجه باید لوړه شي څو غړي هېوادونه خپله دفاعي ونډه ادا کړي.

خو روسیه، چې د روان مالي کال له بودجې څخه یې له ۴۰ سلنې زیاته برخه دفاعي او امنیتي چارو ته ځانګړې کړې، ټینګار کوي چې د ناټو پر غړو هېوادونو د برید هېڅ اراده نه لري.

نور خبرونه

رادیو