هند د لوړ ظرفیته توغندیو یوه نوې لړۍ جوړوي چې د ژورو او کانکریټي پټنځایونو د ویجاړولو وړتیاوې ولري.
انډیا ټایمز وايي، د هند د دفاعي څېړنو او پراختیا اداره پر دې کار کوي چې د اګني ۵ بالستیک توغندي یوه نوې بڼه جوړه کړي اوتر پیاوړو دفاعي خنډونو لاندې ودانیو کې نفوذ وکړای شي.
د هند انډیا ټوډې رپوټ ور کړی، چې نوی ماډل به د ۷،۵۰۰ کیلوګرامه درندې خولۍ د انتقال وړتیا ولري او تر کانکریټي طبقو ۸۰ تر ۱۰۰ مترو لاندې اهداف په نښه کړي.
اوسنی اګني ۵ توغندی له پنځه زره کیلومتره څخه زیات واټن وهي او عادي (غیر اتومي) خولۍ انتقالوي. خو دا نوې بڼه به د سختو خنډونو ضد وسله ولري چې کولی شي د دښمن ژور دفاعي مرکزونه وولي.
هند دا ګام د ایران او اسراییل تر جګړې وروسته او د ایران پر نطنز اتومي تاسیساتو د امریکا د مورچل ماتو بمونو له استعمال وروسته اخلي.