د بیت المقدس ولسوالۍ محکمې ویلي، چې محکمې ته د اسرایل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو له حاضرېدو وروسته د نوموړي د شهادت او محاکمې ناسته ځنډېدلې ده. د محکمې قاضیانو ویلي، چې د اسراییل د لوړ پوړو امنیتي چارواکو له دلایلو اورېدو وروسته یې دا ناسته ځنډولې ده.
اسراییل ټایمز راپور ورکړی، چې بنیامین نتنیاهو د موساد مشر په ملتیا نن محکمې ته حاضر شوی و او قاضیانو ته یې د خپلې محاکمې د ځنډولو په اړه وضاحت ورکړی دی.
د محکمې قاضیانو ویلي، چې د اسراییل د لوړ پوړو امنیتي مشرانو له لوري د نننۍ لېدنې پرمهال د وړاندې شویو توضیحاتو له مخې یې د جمعې د ورځې له غوښتنلیکونو څخه زیات او قانع کوونکي دلایل ترلاسه کړي دي او له همدې امله یې د دې اونۍ دواړې ټاکل شوې ناستې لغو کړې.
خو محکمې لا هم د راتلونکې اونۍ د ناستو د لغو کولو پرېکړه نه ده کړې او ویلي یې دي، چې که قوي دلایل وړاندې شي، د راتلونکې اونۍ د محکمې د امکان ارزونه به وشي.
نتنیاهو وړاندې له محکمې غوښتي و، چې د سیاسي او امنیتي بوختیاوو له امله دې د راتلونکو دوو اونیو لپاره د نوموړي محاکمه وځنډول شي، خو د نوموړي دا غوښتنه مخکې رد شوې وه.
محکمې په داسې حال کې د نتنیاهو د محاکمې دوه ناستې ځنډولې دي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی و، چې که نتنیاهو محاکمه شي، له اسراییل سره به خپلې مرستې ودروي.
ډونالډ ټرمپ د نتنیاهو محاکمه یو "مغرضانه او سیاسي" څار بللی او زیاته کړې یې ده، چې دغه اقدام به «له ایران او حماس سره د مذاکراتو بهیر ټکنی کړي.»