ګارډین: ټرمپ ښايي د بریدونو د محرمانه راپور خپروونکي خبریالان د سرچینو افشا کولو ته اړ کړي

پرون

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس‌نیوز سره په یوې مرکه کې وویل، چې دا موضوع ارزوي ترڅو هغه خبریالان چې د امریکا د وروستیو بریدونو په اړه د یوه استخباراتي راپور جزییات خپاره کړي، دې ته اړ کړي چې خپلې سرچینې افشا کړي.

هغه خبرداری ورکړ، که خبریالان دا کار ونه کړي، نو کېدای شي دوی او سرچینې یې تر قانوني تعقیب لاندې ونیول شي.
د ګارډین د راپور له مخې، دا استخباراتي راپور چې تازه د امریکا د قانون‌ جوړوونکو او استخباراتي چارواکو لاس ته ورغلی، ارزونه کوي چې د امریکا بریدونه د ایران پر اټومي سایټونو یوازې د لنډ وخت لپاره د دې هېواد اټومي پروګرام ځنډولی او زیانونه تر هغه لږ دي چې د ټرمپ حکومت اعلان کړي وو.
خو ټرمپ دغه ارزونه «ناکامه او یوطرفه» وبلله او ویې ویل، چې ترسره شوي بریدونه د ایران د غني شوي یورانیم اصلي زېرمې له منځه وړي دي؛ هغه ادعا چې د ایراني چارواکو له خوا رد شوې ده.
د امریکا ولسمشر په دې مرکه کې یو ځل بیا پر خپل دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل: "لاړ شئ، له خبریال څخه وپوښتئ چې دا معلومات چا ورکړي دي؛ دا د ملي امنیت موضوع ده. دا کار باید وشي او زه فکر کوم موږ به داسې اقدامات وکړو."
ټرمپ همداراز د ډیموکراټ ګوند او د سي اېن اېن او نیویارک ټایمز په څېر رسنۍ د محرم معلوماتو په افشا کولو تورن کړل او د دوی راپورونه یې «غېردوستانه» او «د وطن‌ضد» وبلل.
د هغه په وینا، د ایران درې اټومي مرکزونه «په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو