سره له دې چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمېدو وروسته د نجونو پر زده کړو بندیز لګولو شوی، خو په تاجکستان کې د افغان کډوالو اړوند له یوه ښوونځي څخه لسګونه نجونې او هلکان له دولسم ټولګي فارغ شول.
د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د افغانستان سفارت اړوند د سامانیانو ښوونځي د دولسم ټولګي څخه ۲۴مه دوره کې لګسونه نجونې او هلکان له دولسم ټولګي څخه فارغ شول.
د یادو افغان کډوالو زده کوونکو د فراغت مراسم په تاجکستان کې د افغانستان په سفارت کې ترسره شول، چې د تاجکستان د تېر جمهوري نظام د سفیر ظاهر اغبر په ګډون ګڼو تاجک مسولینو هم ګډون کړی و.
ظاهر اغبر د یادو افغان زده کوونکو د فراغت مراسمو پر مهال وویل:« دغه ځوانان د افغانستان د بیارغونې بنسټونه جوړي او د دوی هڅې به سبا د یوه پرمختللي افغانستان لپاره ضمانت وي.»
د سامانیانو ښوونځي د ۱۲م ټولګي د ۲۴مې دورې فراغت په مراسمو کې زدهکوونکو د ملي سرود، فرهنګي نندارو او هڅوونکو ویناوو له لارې خپل استعدادونه نندارې ته وړاندې کړل؛ دا هغه فعالیتونه دي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ورته اجازه نه ورکول کېږي.