ټرمپ د سولې هوکړې مراسمو پرمهال یوې خبریالې ته: داسې باید ونه وایم خو ته ښکلې یې

AP ۱۴۰۴ چنگاښ ۷

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د کانګو او روانډا ترمنځ د سولې هوکړې د لاسلیک مراسمو پرمهال یوې خبریالې ته غیرمعلومي شخصي څرګندونې وکړې. هغه په دې مراسمو کې د وینا پر مهال یوې خبریالې ته مخ واړو او وې ویل ته ښکلې یې.

ټرمپ په دغو رسمي مراسمو کې چې د دواړو افریقايي هېوادونو مشران هم پکې حاضر وو، خبریالې ته وویل:«داسې باید ونه وایم، دا په سیاسي لحاظ ښه نه ده، هغه ستا په اړه وویل، چې ته ښکلې یې، خو ته په حقیقت سره ښکلې یې.»

نور خبرونه

رادیو